د کډوالي ستراتیژی سند

د کډوالي د مدیریت پروسې یا  تکلاری په ډګر کې د ترکیې لاسرسي د دې لپاره چې د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتنې پالیسۍ سره سم پالیسي رامینځته کړي او د کډوالۍ کاري ګروپ چې د کډوالۍ او ساتنې کاري ځواک بهرني سرحدونو لاندې رامینځته شوی اوهغه خپل کار د عمومي کارمندانو ، د بهرنیو چارو وزارت او هغه خپل کار د ګمرکونو د پوهاوي کمیټې ، د امنیت عمومي ریاست ، د سر حدي عمومي قوماندانې ګانی یا جاندرمه او د ساحل ساتونکو قوماندانې استازو سره بشپړ کړ او دا یې کا ری ځواک ته وړاندې کړ. هغه ارزونې چې د کاری څواک لخوا منل شوي او نهایی شوي په لاندې لست کې دي.

 -Aد کډوالو په اداره کولو کې اوسني وضعیت یا حا لت

- 2د ځمکې یا بحر او هوا له لارې د کډوالو د قاچاق پروړاندې پروتوکول )  د دسمبر په 13/12/2000 نیټه کې لاسلیک شوی او  پورته ذکر شوی هوکړه یا تړون دا د پروتوکولونو سره د ترکیې لوی ملي شورا ( TBMM) کی ومنل شو او د 19/03/2003 نیټې کی په رسمي جریده کې خپوره شو او د دې متنونو سره یوځای 25052 شمیره په عمل او بنسټ سره نافذ شو.

a- د کډوالو په مدیریت کې د نړیوالې همکارۍ څړنی یا مطالعات: ترکیه د کډوالو مدیریت په برخه کې د نړیوالو سازمانونو سره فعاله په ګډه برخه او په ترسره شوي کار کې فعاله ونډه اخلي. پدې برخه کې ترکیه؛ د بوډاپیسټ ډله د سرحدي پولیسو نړیوال کنفرانسونه او کریفي (د غیرقانوني کډوالو او پولې سرغړونې په اړه د اروپايي اتحادیې د معلوماتو د تبادلې مرکز) د SECI کاري ډلې د نړیوالو سازمانونو او کاري ډلو فعال غړي دي لکه د ثبات تړون - انساني قاچاق کاري ځواک اود OSCE انساني قاچاق عملی او سرګند پلان.


 - bترکیه د غیرقانوني کډوالی، راتلل یا منل ، نه منل، برته لیګل او داسې نور  شرایطو کې. دا به هغه څه پلي کوی چې په اروپايي اتحادیه کې د لاسرسي دمخه دورې کې باید په مینځنۍ مودې کې د پلي کیدو په اړه لاسته راوړل شي.

ترکیه  د هر ځه دمخه لومړی د سرچینې هیوادونو سره  بیا  وروسته په تدریجي ډول د لیږد او موخی پر اساس د هیوادونو سره د پالیسیو تعقیب یا ارزونی  لپاره د برته لیږدولو تړون لاسلیک کړی او تمه کیده چې په 2001 او 2002 کې مختلف هیوادونو ته برته د لیږدولو تړونونو لپاره وړاندیزونه به نهای شي. پدې برخه کې ، لومړی له ټولو د ترکیې ګاونډي هیوادونه په لویدیځ او ختیځ سرحدونو کې او دا د نورو سرچینو هیوادونو سره د برته د لیږدولو تړونونو پایله کول دي.

c- ترکیه د اروپايي اتحادیې د ویزې منفي لیست ته د اطاعت ډاډ ترلاسه کولو په لور د خبرو اترو برخه بشپړه کړه لکه څنګه چې په ملي برنامې کې ژمنې شوې وی او دا د ډیروهیوادونو اتباعو ته د ویزې شرایط راوړلو په موخه او هدف یې د 2004 تر پای پورې د بشپړ اطاعت ډاډ ترلاسه کول وه.

 -dترکیه په تیرو څو کلونو کې د جعل کارۍ او پولې کنټرول د کار کونکو کارمندانو ته روزنه ورکولو لپاره د پام وړ روزنیز پروګرامونه تنظیم کړي. په ورته ډول  د څارنی پلي کونکي افسران د ناقانونه کډوالو او انساني قاچاق پروړاندې مبارزه کې روزل شوي . دا روزنیز پروګرامونه په هیواد کې دننه او هم د نړیوالې همکارۍ له لارې پرمخ وړل کیږي.

-eیوځل بیا  د ناقانونه کډوالۍ پروړاندې د مبارزې په چوکاټ کې  په تیرو څو کلونو کې  په شین او نیلي سرحدونو کې ځینې تدابیر نیول شوي دي. پدې چوکاټ کې  د کارمندانو شمیر دلته لوړ شوی ، تجهیزات پیاوړي شوي ، پوستې د هیواد له ختیځ څخه لویدیز ته د حرکتونو څارلو لپاره رامینځته شوي دی او د بحري اوبو کې د بحري حرکتونو نظارت لپاره 24 ساعته  د اړیکې پوستې رامینځته شوي. له بلې خوا  د معلوماتو تبادلې او خبرتیا میکانیزم په فعاله توګه د انټرپول او CIREFI دواړه چینلونو له لارې فعالیت تر یره  کوی.

 -fپه ترکیه کې د پولې غیرقانوني کډوالو مخنیوي لپاره به د اغیزمند کنټرول او زیاتوالي کې مرسته وکړي د همغږې شوي سرحد مدیریت ستراتیژي سند خپور شو. د ستراتیژۍ سند سره په مطابقت کې د اروپايي اتحادیې( AB ( لخوا حمایه شوی د سرحد مدیریت  د مدغم پروژی تمه کیده د 2003 کال اکتوبر کې پیل شی.


B. لومړیتوبونه
 

پداسې حال کې چې د اروپایی اتحادیې د کډوالۍ تګلاره د غیرقانوني کډوالو پروړاندې مبارزه پوښي او له بل پلوه  دا د بیلابیلو اقداماتو په واسطه د قانوني کډوالۍ تنظیم وړاندونه کوي. د اروپايي اتحادیې د کډوالۍ د پالیسۍ لومړنی لومړیتوب اروپايي اتحادیې ته د لاسرسي د قانوني لارې کنټرولول دي. پدې شرایطو کې ، د دنده یا کار  ، زده کړې او کورنۍ یوځای کولو لپاره اروپايي اتحادیې ته د خلکو د قانوني وضعیت تنظیم کول اودا د هغه شرایطو مشخص کول دي چې له مخې یې دوی کولی شي په اروپايي اتحادیې( AB ( کی او د دوی حقونو کې دننه اوسیږي. دا د اروپايي اتحادیې د کډوالۍ د پالیسۍ له لومړیتوبونو څخه هم دي چې د اوږدې مودې لپاره د اروپايي اتحادیې هیوادونو کې د خلکو قانوني وضعیت تنظیم او په ټولنه کې د دوی د ادغام ډاډ ترلاسه کوي چې دوی ژوند کوي. دا پالیسي غواړي د اروپا اتحادیه د آزادۍ دامنیت او د عدالت ډګر په توګه رامینځته کړي. د پولو د مدغم مدیریت پالیسي د اروپايي اتحادیې( AB (  کډوالی پالیسي بل لومړیتوب او د غیرقانوني مهاجرت پالیسي پروړاندې د مبارزې سره سم رامینځته شوی. او دا په دې لور وده کیږي. د اشخاصو آزاد حرکت چې یو له خورا مهم شاخصونو او د اروپايي اتحادیې( AB ( ادغام او د اروپايي اتحادیې( AB (  تابعیت مفهوم دی همدارنګه د وخت په تیریدو سره د غړو هیوادونو تر مینځ د داخلي سرحدونو لرې کولو پایله ده او له دې سره دا اړتیا رامینځته شوې چې په بهرني سرحدونو کې نیول شوي اقدامات رامینځته کول دي. د اروپايي اتحادیې د تیمپیر او سیویل په ناسته کې د قانوني او غیرقانوني کډوالومدیریت باندې د ګډو پالیسیو او اداري جوړښتونو پلي کول په حقوقي متنونو کې شامل کړل شوي چه پورته ذکر شوی اسا سی موضوع د پوهاوی کمیټه. او د پالیسیو نوماندې همدارنګه پریکړه وشوه چې په پروسه کې د هیوادونو لخوا ومنل شي.

د دې حقیقت سربیره چې کاندید هیواد ترکیه ده  نو لکه څنګه چې دا د جغرافیایی موقعیت په شرایطو کې د اروپایی اتحادیې د کډوالو پالیسۍ لخوا ترټولو ډیر اغیز لاندې هیوادونو کې شتون لري  نو دا باید د کډوالی مدیریت په ساحه کې خپل قانوني او اداري ظرفیت لوړ کړي. په ترکیه کې د نړیوال او سیمه ایز غیرقانوني کډوال په څلور لارې کې موقعیت لري له یوې خوا  خو د کډوالی قانوني مدیریت او طریقې او د اروپايي اتحادیې( AB (  سره د سمون ډاډ ترلاسه کول له بلې خوا د ناقانونه کډوالۍ پروړاندې مبارزه کې د مخنیوي ترتیباتو سربیره او د بهرنيانو بشري اړتیاو پوره کولو لپاره کارونه ترسره کیږي چې د اړین پروسیجرونو او جوړښتونو بشپړولو او د اروپايي اتحادیې( AB (   معیارونو سره  د عملیاتو ډاډ ورکولو سره په غیرقانوني موقعیت کې نیول شوي. پدې شرایطو کې د کډوالو پدیدې لپاره هر اړخیز چلند ته اړتیا ده لکه څنګه چې په اروپایي اتحادیه کې ده. د کډوالۍ پالیسي په هغه اقداماتو او کنټرولونو سره پیل کیږي مخکې لدې چې کډوال هیواد ته ننوځي. دا پالیسي هیواد ته د داخلي پروسیجرونو سره دوام لري  د بیلګې په توګه  څوک چې د سرحد په اوږدو کې منل کیږي. دا د هغو بهرنيانو د لیرې کولو په لارښوونو تعقیب کیږي چې په غیرقانوني ډول په هیواد کې ندي. دا د هغو بهرنيانو د لړی پیل کولو په لارښوونو تعقیب کیږي چې په غیرقانوني ډول په هیواد کې دي. (د مثال په توګه هغه پناه غوښتونکي او غیرقانوني کډوال چې د پناه غوښتنېه رد شوي وي.) د کډوالو تګلاره د کډوالو لپاره د پلي کیدونکو تګلارو سره یو ګام او  بل ګام اخلي کوم چې په هیواد کې په قانوني موقعیت کې دي نو د دې وګړو ته ورکړل شوي حقونه او قانون سره او د کډوالوادغام ده. په نهایت کې یا اخیر کی د ناقانونه کډوالۍ پروړاندې مبارزه او د کډوالی مدیریت حلقه بشپړه کیږي.

پدې چوکاټ کې ټولې پالیسۍ او کړنې باید د یوه په څیر وه ارزول شي او د یو بل سره باید همغږي شي. په موازي ډول د پورته ذکر شوي مسلو سره د لاسلک شوی همکارۍ نوی سند د می په 19 مه د 2003 کال کې تصویب شو او ملي برنامه د جولای په 24 مه د 2003  کال په نیټه  په رسمي جریده  25178 شمیری پر بنسټ خپره شوې. ترکیه د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي په هدف یا موخه د منلو ، نه منل او برته ستنول کړنلارو په ګډون د اروپايي اتحادیې( AB (   اکتساب او غوره عملونو منل او د دې تطبیق لومړیتوب ده.

C- د قانون جوړونې او غښتلي اداري مدیریت سره موافقت

د پورته لیست شوي لومړیتوبونو په رڼا کې  په ترکیه کې د لاسرسي دمخه په پروسه کې د کډوالو په برخه کې باید د اروپایی اتحادیې د لاسته راوړلو لپاره غوښتنې ترسره شي او غوښتنلیکونه په لاندې ډول لیست کیدی شي:

1- په ترکیه کې کار کول یا دنده تر سره کول د تعلیم او کورنۍ د یوځای کیدو د دریځ څخه او د دوی لپاره کړنلارې تنظیم او په ټولنه کې د دوی ادغام باید تامین شي. لومړی ، هیواد ته د بهرنيانو منل او استوګنه ، کډوالو ته ورکړل شوی ونډه او حیثیت ، لنډمهاله استوګنه ، زموږ د هیواد په غیر منظم حالت کې د بهرنيانو ویستل ، هیواد ته د کډوالو همغږي کول او داسې نور. قانوني زیربناوې باید پدې برخو کې پراختیا ومومي. پدې چوکاټ کې ، اړین طرزالعملونه باید چمتو شي او موجوده پروسیجرونه یا تکلاری باید اسانه شي.

2- د دریم هیوادونو سره د برته ستنولو تړونونو لاسلیک کول او پلي کول باید د غیرقانوني کډوالو پروړاندې  د مبارزې پیاوړي کولو ته دوام اومومی. د بهرنيانو استوګنې او هستوګنو مرکزونه باید جوړ شي ترڅو د بهرنیانو بشري اړتیاوې پوره کړي چې له هیواد څخه غیرقانوني کډوال دي او د دوی بیرته  د ستنیدو ډاډ ترلاسه کوي. 

3- د ترکیې سیمه ایز موقعیت له امله ځکه چې دا ممکن پخپله د کډوالو احتمالي څپې پوره کولو لپاره مالي مشکلات لري. د اروپايي اتحادیې غړي او غړي هیوادونه باید د غیرقانوني کډوالۍ پروړاندې مبارزه وکړي ځکه چې هره مرحله د مرکزونو په ودانولو او مرحلوی عملیاتو کې د ترکیې سره د بهرنيانو د داخليدو یا راتلو او اوسېدو مالي مسایلو همغږی او شریکول دي.

4- د بهرنیانو برته ستنول  یا وستلو پروسه چې په غیرقانوني موقعیت کې وی باید ساده شي او اداري ظرفیت باید پیاوړی شي. دکډوالو پورې اړوند اداري ظرفیت لوړولو لپاره اوسني واحدونه څوک چې غواړي د قانوني دلایلو لکه کار ، تعلیم او د کورنیو سره یوځای کیدو لپاره زموږ هیواد ته راشي او یا په قانوني ډول د کډوالو غوښتنلیکونه ارزول او پایله یې دا شوه چې ترکیه کی په نړیوال ډګر کې د معلوماتو شریکول  کوم چې د دوی استوګنځای او ورته وضعیت ټاکي او د اړتیا په صورت کې پیژندل شوی حالت بیرته اخلي او د هغه چا لپاره چې د داوطلبانه بیرته خپل هیواد ته راستنیدل غواړی نو کډوالۍ پورې اړوند معلومات راټولوي او ارزونه کوي  او په نړیوال کچه کې معلومات شریکوي ، د بیرته ستنیدو برنامو ته وده ورکوي. یو واحد چې دا کولی شي په دې اړه موجود جوړښت باید د ادارې تر چتر لاندې چیرې چې اوسني تخصصي واحد پکې موقعیت لري وده او تنظیم شي.

5- اړتیا د کډوالو  په اداره کېد اداري کنټرول تضمین کول د "ارزونې بورډ" رامینځته کول چې په دې موضوع کې کارپوهان لري او کوم چې د بهرنیانو د حقونو خوندي کولو لپاره چې د پروسې تابع دي د کډوالی مدیریت کې د اداري کچې احتمالي شخړو هوارولو همدارنګه د غیرقانوني کډوالو او انساني قاچاق پروړاندې مبارزه کې د ادارو ترمنځ همغږي په شمول پریکړې نیسي. یوه مطالعه باید ترسره شي.


6- دا مطالعات  ویزه او د سرحد مدیریت او دا باید په موازي ګامونو سره مرسته یا  ملاتړ شي چې په پناه ځایونو کې نیول کیږي.

7- د روزنې او عامه معلوماتو فعالیتونو کې د نړیوالو سازمانونو ، غیر دولتي سازمانونو او اکاډمیک حلقو ونډه باید تامین شي او د انساني قاچاق او انساني قاچاق پروړاندې مبارزی چوکاټ کې ترسره شي.

8- اروپايي اتحادیه تراوسه د ګډ کډوالو پالیسي نلري او په دې برخه کې اصول او عملونه جنګونه دي د تودو شخړو ، طبیعي پیښو ، سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو له امله بدلوناو په دې غور کول چې دا یو متحرک لري چې خپل ځان تجدیدوي او د ګډوالو ستراتیژي باید په اروپايي اتحادیه کې د هغې د اړیکو پربنسټ  د اړتیا پر مهال ترمیم شي.