د 2003 په کال کې د انسان قاچاق د قربانیانو سره د مرستې کولو په توګه د بېړني حالاتو د لیکې په توګه په فعالیت پیل کوونکي الو 157، ، په 2014 کې د کډوالو ادارې ریاست ته له سپارل کیدو او د وړاندې کوونکو خدماتو د يراخیدو سره سم د 2015 کال اګسټ 20 نیټې را پدېخوا د بهرنیانو د اړیکې مرکز تر نوم لاندې خدمات وړاندي کوي.
د تاسیس دورې په بهیر کې د ترکي، انکلیسي، عربي او روسي ژبو په شمول په 4 ژبو خدمات وړاندي کوونکې د بهرنیانو د اړیکې مرکز 157 د 2016 کال اپریل میاشتې په لومړۍ نیټه د آلمانی او فارسي ژبې په اظافه کولو سره بهرنیانو ته په 6 ژبو کې او د 2020 کال د جنوري میاشتي د لومړۍ نیټې را پدېخوا د پښتو ژبې په اظافه کولو سره په 7 ژبو کې (ترکې، انګلیسي، عربي، فارسي، روسي، آلمانی او پښتو)، په اونې کې 7 ورځي 24 ساعته پرته له کومې دمي خدمات وړاندي کوي.
د بهرنیانو د ویزې، استوګنې جواز، نړیوالي ساتنې او لنډ مهاله ساتنې په څېر موضوعاتو اړوند پوښتونو ته د ځواب ورکولو د بهرنیانو د اړیکې مرکز157 ؛ د انسان قاچاق د قربانیانو د پیژندلو او په سمندر کې د کډوالو قاچاق د قربانیانو د ژغوړلو لپاره پرته له کومي دمي په اونۍ کې 7 ورځې 24 ساعته د خبرتیا او مرستې د لیکې په توګه د خدماتو په وړاندي کولو سره ژوند ژغوړي.
د صحیح، ګړنډي او باوري معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د کور دننه او بهر کې د لاسرسي وړ د بهرنیانو د اړیکې مرکز 157 پلان لري تر څو د بهرنیانو پوښتنو د ځواب او ستونزو د حل لپاره د لومړني لیکې په توګه خدمات وړاندي کړي.
د 08.20.2015 او 19.01.2020 نیټو تر مينځ د 501 ترلاسه شوو خبرتیاو په نتیجه کې د 11.606 کسانو ژوند ژغوړل شوی دي.