ایا بند یزونو شتون لري که زه و نشم کولی زما د ټاکنلیک د ټاکل کیدو په ورځ د ولایتي کډوالو د مدیریت ریاست ته لاړ شم؟
ستاسود غوښتنلیک پروسس به و نه منل شي. که ستاسو قانوني موده دوام ومومي تاسو کولی شئ د نوي لیدنې ټاکنلیک په کولو سره په خپله د نوي ټاکنلیک لیدنه کې برخه واخلئ. که ستاسو قانوني موده پای ته رسیدلې وي او تاسو د لمړنی ابتدایی غوښتنلیک وړاندېز کړی وي نو تاسو به د ویزې سرغړونې لپاره درملنه یا چمتو الی وکړئ او که تاسو د تمدید غوښتنه کړې وي نو تاسو نه به د استوګنې اقا می جواز څخه سرغړونه وشي.
زه باید څه وکړم که زه د استوګنې جواز لپاره غوښتنه وکړم که چیرې زما خواړه او د اوسیدلو اجازه مالي مرسته یا روغتیا پورې اړوند لګښتونه د استوګنې اقامی جواز په جریان کې د عامه ادارو لخوا راکړل شوی وی اوغښتل شي؟
تاسو باید هغه اسناد وښایاست چې په ترکیه کی تاسو یې د اړونده عامه ادارې له لارې د ولایتي کډوالۍ مودیریت ته ورکوي.
که زه بهر ته لاړم کله چې ما د اوسیدو اقا می اجازه درلوده ، آیا زه کولی شم له بهر څخه د اوسیدلو اقا می جواز لپاره غوښتنه وکړم؟
د اوسیدو د اقا می اجازی غوښتنلیکونه لاهم له بهر څخه ندي ترلاسه شوي. بهرنيان چې د اوسیدو د اقا می جواز پای ته د رسیدو پرمهال په بهر کې وي او د دې وړتیا لري چې د دواړو هیوادونو تر مینځ د ویزې رژیم سره سم زموږ هیواد ته د داخلیدو وروسته په بریښنایی ډول د استوګنې اقا می جواز لپاره غوښتنه وکړي. د بهرني وکیل او قانوني استازي وکلات نا می سره د وکیل له لارې هم کیدی شي. په هر دول پدې حالت کې دا غوښتنه کیدی شي چې بهرنیانو د 6458 شمیر ی قانون پر بنست د 97 مادې سره سم په غوښتنلیک کې شتون ولري.
ایا زما د ماشوم لپاره د کورنۍ استوګنې اقا می جواز ته اړتیا لرم؟
کفیل یا ملا ټر او یا سپانسر کونکی چه د کورنۍ استوګنې اقا می جواز شرایط پوره کولی شي حق لري چې د خپل میړه یا ښځی ماشوم لپاره د کورنۍ استوګنې اقا می جواز لپاره غوښتنه وکړي حتی که هغه عمر 18 کلنی نه زیات وي خو تړاو لرونکي ماشوم وی یا که هغه شرایط پوره کړي کوم چه د کورنۍ استوګنې اقا می جواز شرایط پوره کولی شي که د کورنۍ استوګنې اقا می جواز شرایط پوره نه شي کړی دوی کولی شي د خپل مقصد لپاره مناسب د استوګنې مختلف اقا می اجازو لپاره غوښتنه وکړي ارزونه د کډوالو اداری مدیریت لخوا ترسره کږی.
ما له ویزې یا د هستوګنې اقامی نه سرغړونه کړې که چیری زه جریمه شم څومره اندازه به وي؟
د سرغړونې په صورت کې د جریمې فیس یا پرداخت اندازه که اوغوښتل شې. لکه څنګه چې جریمې فیسونه د هیوادونو سره د تړونونو پر اساس ټاکل کیږي دوی د هر هیواد لپاره کره توپیرونه لري. د وخت د سرغړونې تابعیت او عمر په شرایطو کې هم توپیر شتون لري. کله چې تاسو زموږ هیواد نه بهر وزی جریمې په سرحدي دروازو کې تر ارزونی لاندی تر سره کولی شي.
د استوګنېاقا می جواز ترلاسه کولو لپاره څومره پیسې په بانکی باید ولرم؟
په لنډ مهال او د زده کونکي استوګنې اقا می جوازونو کې د بهرني بیان یا اظهار کافی ده پرته لدې چې د ادارې لخوا معلوماتو او اسنادو غوښتنه وشي. د کورنۍ د استوګنې اقا می جواز کې کفیل او یا سپانسر کونکی باید عاید ولري په کورنۍ کې د هر فرد یا شخص لپاره لږترلږه د عسکری معاش مجموعی د دریمې برخی څخه لږ عاید ونلري او مجموعي معاش اندازه لږترلږه د عسکری معاش څخه کم نه وي د اوږدمهاله استوګنې اقا می جواز کې تاسو باید مناسب او منظم عاید ولرئ. د کافي او منظم عاید په ټاکلو کې دا هم منل کیدی شي چې تاسو میاشتنی معاش لږترلږه د عسکری معاش په کچه وئ او په ورته ډول د عاید تولیدونکي املاکو درلودل او یا ستاسو په بانکي حساب کې پیسې درلودل چې زموږ په هیواد کې د ژوند کولو لپاره کافي یا پوره وی.
ما د اوسني استوګنې اقا می جواز پر مهال د اوسیدولو د ځای پته بدله کړه نو زه باید څه وکړم؟ که دا پته یو بل ولایت کی وي نو زما د اوسیدو اقامی جواز به لغوه شي؟
بهرنيان چې خپل استوګنځی یې د یو ښار څخه بل ښار کې بدلوی چیرې چې دوی د استوګنې اقا می جواز ترلاسه کړی نو لږ تر لږه د 20 کاري ورځو دننه غوښتنه کیږي ترڅو پدې ښار کې اوسیدلو لپاره نوي استوګنې اقا می جواز ترلاسه کړي. پدې تکلاره یا پروسه کې که چیرې د استوګنې اقا می جواز ډول بدل نشي نو د اوسیدو اقا می جواز نوی صادریږي مګر تادیه شوې موده بیا د فیس یا پرداخت تابع نده. که تاسو د خپل استوګنځي پته د خپل ښار ښاري سرحدونو کې بلې پتې ته لیږدولې یا تبدیله کری وي نو دا به کافی وي چې د 20 کاري ورځو په جریان کې د خپل نوي تبدیله شوی پته په هکله د کډوالو ولایتي ادارې ته با ید راپور او پته ورکړی.
د لنډمهاله اوسیدلو اقا می جواز څومره وخت لپاره صادریږي؟
تر دوه کلونو پورې د لنډمهاله استوګنې اقا می جواز د بنسټیزو قاعدو په توګه ورکول کیدی شي همدا رنګه د استوګنې اقا می جواز د مودې ټاکل د ادارې په اختیار کې ده. سر بره پر دې هغه څوک چه ترکیه کې کار نکوی خو د استوګنې د اقا می جواز لپاره غوښتنه وکړی نو د وزیرانو شورا لخوا ټاکل شوي اندازې په موخه پانګه اچونه با ید وکړي او یوازې دغه وګړی او بهرنۍ میرمن یا د ده خپل اویا د هغه د میرمن تړاو لرونکي ماشومان هم په کی شامیلیږی.
ایا په بیړۍ کې د اوسیدونکو لپاره د اوسیدو بل ډول اقا می جواز شتون لري؟
نه دلته د اوسیدو دا ډول شتون نه لري. تاسو کولی شئ د لنډمهاله استوګنې اقا می جواز لپاره غوښتنه وکړئ (د ګرځندوی موخو لپاره)
ایا دا امکان لري چې د 90 ورځو ارزونې پروسې مودی دننه بهر ته لاړ شی؟
د ټاکلو په ورځ بهرنيان چې د لومړي غوښتنلیک لپاره غوښتنه کوي د ولایتي کډوالۍ ادارې لخوا د استوګنې اقا می جواز غوښتنلیک لپاره موراجعت سند خپرول کیږي. په تمدید غوښتنلیکونو کې د غوښتنلیک سند په اوتومات ډول د سیسټم لخوا خپور شوی وی. دا سند باید د ولایتي کډوالۍ ادارې لخوا تصویب شي. د دې غوښتنلیک سند یا د موراجعت سند تصویب شوي کاپي او د فیس رسید سره د وتلو یونه ډیر ځل داخلي حقونه چمتو کوي په دې شرط چې دوی هر ځل 15 ورځو کې بیرته ترکیه ته راشي.
ایا دوه واده شوې بهرنیان د کورنۍ اوسیدو اقا می جواز ترلاسه کولی شي؟
که چیرې دوه واده شوي بهرنيان د کورنۍ استوګنې اقا می جواز لپاره غوښتنه وکړي امکان نلري چې په ورته وخت کې د دې بهرنيانو لپاره د کورنۍ استوګنې ا قا می جواز صادر کړي ځکه چې یو له بهرنیانو څخه باید بل ته ملاتړ او یا سپانسر کونکی وی (په دې شرط چې دوی لږترلږه د یو کال لپاره د استوګنې اقا می جواز سره پاتې وي یا د کار اقا می جواز ولري) د دې بهرنيانو لپاره امکان نشته چې په ورته وخت کې د کورنۍ استوګنې اقا می جواز صادر او ور کړل شی په هرصورت او ارومرو بهرنی د ملاتړ کونکي حالت او شرایت پوره کړي او ممکن مالتړ وي.
د هغه چا لپاره د استوګنې اقا می جواز ترلاسه کولو پروسه څنګه ده چې په لومړني تعلیم او ثانوي تعلیم کې به زده کړې تر سره کوي؟
بهرني ماشومان چې زموږ په هیواد کې د کورنۍ د اوسیدو اقا می جواز سره پاتې کیږي کولی شي دوی د تعلیم څخه ګته واخلي اودا بهرنيان د بلی اوسیدو اقا می جواز ته اړتیا نلري. په ټولو برخو کې چې مور او پلار موجود نه وی یا دا چه زده کونکي استوګنې اقا می جواز نلري د رضایت او د زیږون سند او د ژمنتیا لیک د 18 کالو څخه کم عمر ماشومانو څخه غوښتنه کیږي. همدا رنګه په هرصورت کی د دې مقصد لپاره مناسب ویزې ته اړتیا لیدل کږی هغه بهرنيانو کوم چې به په ابتدايي او ثانوي کچو کې زده کړه وکړي. له بله پلوه د اوسیدو اقا می جوازونه پدې برخه کې هغو کسانو ته ورکول کیږي چې د یو تعلیمي کال له پیل څخه تر بل علمي کال پیل پورې د یو کال لپاره دوام کوي.
هغه بهرنيان چه د مشروط ننوتلواجازه لري ترکیه ته راځي د څومره وخت لپاره د د استوګنې اقا می جواز درخواست کولی شی؟
د اپوسټیل تبصره یا کمنټری څه شی دی؟
د اپوسټیل تبصره یا تشریح د سند د تصویب سیسټم دی چې د سند اعتبار تضمینوي او په بل هیواد کې د هغې قانوني استعمال ته بڼه ورکوي.
یا د اپوسټیل سند باید په جلا توګه تصویب شي؟
د دې لپاره چې د ترکي ادارو څخه کار واخیستل شي او اوکارول شي با ید لوړه شوې یا قانوني ترکي ژباړه وروسته د نوټری لخوا تصویب شوی وی.
د بریښنالیک غوښتنلیک فارم کې د بیمې معلوماتو ته د ننوتلو پرمهال دا د 18 کلونو څخه کم عمر او 65 کلونو لوړ عمر څخه د بیمې معلوماتو غوښتنه کوي پداسې حال کې چې د بیمې مکلفیت شتون نلري. دا ډګر یا سیمه باید څنګه ډک شي؟
سیسټم کی د 18 کلونو څخه کم عمر E-ikamet د لنډمهاله او زده کونکو جوازونود او 65 کلونو لوړ عمر کسان هستوګنې بیمه غوراوی یا انتخاب باید وټاکل شي. د کورنۍ د استوګنې جواز کې سپانسر یا مالتړ باید د کورنۍ د ټولو غړو پوښښ وړ صحي بیمه با ید ولري. هغه بهرنيان چې عمرونه یې تر 18 کلونو لږ وي د خپلواکه عاید یا شتمنی نلري یا د والدینو څخه شتمني نلري د اوږدې د اوږدې مودې لپاره د اوسیدو اقا می جوازونو لپاره شرایط نلري. له بل پلوه د 65 کالو څخه عمر لرونکي وګړو لپاره کافي دی چې داسې سند وسپاري چې پکې ویل شوي چې دوی نشي کولی د اوږدې مودې لپاره د اوسیدو اقا می جواز بیمه واخلي.
زه د ترکي زده کړې کورس کې شامل شوم. د اوسیدو اقا می اجازه لیک تکلاره یا طرزالعملونه کوم دي؟
که تاسو په مستقیم ډول د ترکیې زده کړې کورس کې شامل شئ تاسو کولی شئ د لنډ مهال لپاره د اوسیدو اقا می جواز ترلاسه کړئ په دې شرط چې تاسو د ترکي ژبې کورس ویزې سره زموږ هیواد ته راغلي یاست. په هرصورت دغه ډول د اوسیدو اقا می جواز یوازې دوه ځله ورکول کیدی شي. که تاسو په پوهنتون کې شامل یا راجسټر یاست او د خپل پوهنتون لخوا تومرته سوق یا لیږدول شوی یاست د زده کونکي استوګنې اقا می جواز د راتلونکي تعلیمي کال تر پیل پورې صادریږي په دې شرط چې تاسو خپل دریځ مستند کړئ. د لنډمهاله استوګنې اقا می جواز هغه بهر ني زده کونکو ته ورکول کیدی شي څوک چې زموږ د هیواد ته د زده کړې په موخه د ویزې د ترلاسه کولو سره راځي او هغه څوک چې د دوی د ترکي ژبې د سوی کچې له امله په پوهنتون کې شاملیدی ونشی یا هغه څوک چې د ترکیې زده کړې کورس ته لیږدول شوی او اړتیاوې پوره کوي.
ما د 2 کلونو لپاره په اکس په نوم پوهنتون کې زده کړه وکړه بیا ما د وای په نوم پوهنتون وګټه زه هغه پوهنتون ته واستولشم کومه مرحله یا پروسیجر باید تعقیب کړم؟
په ورته تعلیمي نهاد یا موسسه او هماغه ولایت کې د پوهنځي یا څانګې د بدلون په صورت کې د تعلیمي ادارې بدلون په وخت کې موجوده یا اوسني د اوسیدو اقا می جواز اعتبار لري په دې شرط چې زده کونکی یا محصل په ټاکلي وخت کې راپور ورکړی او همدارانګه زده کړه یی ادامه اومومی. دا بهرنيان باید د 20 کاري ورځو کې دننه د خپل ریاست / پوهنځي / ښوونځي بدلون ولایتي کډوالی ادارې ته د بدلون راپورور کړي. که چیرې د استوګنې اقا می جواز د زده کړې له مودې څخه لنډه وي نو دا د اوږدې مودې پورې غزیدل کیږي. په یو بل ولایت یا ښار کې د تعلیم د دوام په صورت کې د اوسني یا موجوده اوسیدواقا می جواز د والیتي کډوالی ادارې لخوا ټاکل کیږي چیرې چې ښوونه یا زده کړه دوام اومومی او د استوګنې جواز د نوي تعلیم دورې لپاره جاري او سمبال کیږي.
کله باید زه د اوسیدواقا می جواز اود کارت تادیات یا فیس ورکړم؟
د اقامی د جواز فیس او کارت فیس باید د استوګنې جواز په لومړي غوښتنلیکونو کې د ټاکل کیدو نیټې دمخه تادیه شي د لیږد یا د انتقال غوښتنلیکونه کی او تمدید غوښتنلیکونه د سیسټم لخوا ګمارنې ته لارښونه شوي. که چیرې سیسټم کی د تمدید غوښتنلیک لپاره لارښوونه نه وه شوې نو باید د اسنادو له لیږلو دمخه تادیه ورکړل ش.
ما د استوګنې اقا می جواز لپاره غوښتنه وکړه ایا زه باید د ټاکل شوی ملاقات لپاره فیس ورکړم؟
نه غوښتنلیکونه په ویب پانه ځای کې جوړ شوي او د لیدو وختونه جوته او ښودل شوي دي. د ټاکلو لپاره هیڅ لګښت نشته او تاسو دا وړیا ترلاسه کولی شئ.
ایا د بهرنیانو لپاره دا امکان شتون لري چې د استوګنې اقا می جواز لپاره غوښتنیه کړې وي مګر د استوګنې اقا می جواز کارتی نه وی تر لاسه کری یا نلري بهر ته تللی شی؟ (اوسنۍ پوښتنه د 10 مې پوښتنې سره ورته کیږي چې پلان شوې سرلیک لاندې له ځوابونو څخه بیا کتنه کیږي).
د اوسیدو جواز لپاره غوښتنه کولو وروسته پرته د استوګنې اقا می جواز د صادرولو په تمه که بهرنيان له ترکیې غواړی په لنډه توګه ووځي بیرته ستنیدلو لپاره د استوګنې اقا می جواز په موده کې چې دوی غوښتنه کړې او د فیس سند درلودلو په حال کی (پرته له تادینه چې په سند کې ځانګړي شوي هم وی له فیس څخه معاف وي) او همدا رنګه کله چه د استوګنې اقا می جواز غوښتنې سندونو سره د سرحدي دروازو څخه وځي د استوګنې جریمې فیس ورکولو پرته هیواد نه وتلی شي. که دوی د پنځلسو (15) ورځو دننه بیرته راشي نو دوی به وکولی شي پرته له ویزې هیواد ته دننه شي حتی که دوی د هغه هیواد اتباع وي چه د ویزې تابع دی. د غوښتنلیک سند یا د موراجعت سند د یو ځل نه ډیر د وتلو ننوتلو حق چمتو کوي په دې شرط چې تاسو هر ځل له 15 ورځو څخه ډیر د هیواد نه بهر نه اوسئ.
د استوګنې اقا می جواز کارت ورک یا غلا کیدو په صورت کې باید څه وشي؟
په هغه حالت کې چې د استوګنې اقا می جواز کارت ورک شوی وی یا غلا شوی وی یا غلط او نا قص وی اویا ویجاړ یا استهلاک شوی وی د استوګنې اقا می جواز سند له سره تنظیم کيږی. د غه حالت کې چې د استوګنې اقا می جواز کارت ورک شوی وی یا غلا شوی وی یا غلط او نا قص وی اویا ویجاړ یا استهلاک شوی وی د استوګنې اقا می جواز کارت فیس پرداخت مکمل او ټول دی او د دوې د استوګنې اقا می جواز فیس تادیه چه کومه ده د نیم فیس په توګه اخیستل کیږي. اول د ورکی راپور باید د پولیسو سټیشن یا قرارګاه له لارې ترلاسه شي. بیا داغه د ورکی راپور سند سره یوځای دا باید د استوګنې په ولایت کې د کډوالي ولایتي ریاست ته مراجعه وکړي د هغه سند سره یوځای له بایومیټریک عکس سره او د پته ثبتولو سیسټم سند تر لاسه کول وروسته تاسو د اوسیدو په ولایت کې د کډوالو ولایتی اداره ته لاړشئ . لکه څنګه چې ممکن وی او د ولایتونو د ادرو غوښتنلیکونو کې توپیر شتون لري نو د دې اسنادو پرته د مختلفو اسنادو غوښتنه کیدی شي.
موږ په موخه د بهرنيو ماشومانو چه په ترکیه کې زېږېدلی وی د اوسیدلو اقا می اجازه ترلاسه کولو لپاره څنګه لاره غوره کړو ؟
په ترکیه کې د بهرنيو ما شوما نو زېږېدلیو لپاره لمړی د سفر اسناد یا پاسپورت سمول ترهغې پورې چې د استوګنې اقا مي جواز غوښتنلیک ته وړاندېز وکړل شي د زیږون سند سره د مور یا د پلار د استو ګني اقا مي جواز د اعتبار د مودی موجودیت څخه په استفاده اوسیدی شي. د زیږون سند سره ترکیې ته ننوتلو او یا د ترکیې نه د وتلو حق نه ورکوی د دې ماشومانو لپاره لازمه ده چې د استوګنې اقا مي جواز ترلاسه کړي چې د دوی وضعیت لپاره په یو سلو اتیا ورځو کې د مناسبه استوګنې اقا مي جواز ته با ید غوښتنلیک وشي. د هستوګنې اقا مي جواز د ماشوم د زیږون له نیټې څخه د اعتبار وړ او سمبالیږی.
زما پاسپورت زما د اوسیدو اقا مي اجازه غوښتنلیک لپاره څومره موده با ید ولری؟
کله چه تاسو د اوسیدو اقا مي اجازه غوښتنلیک لپاره غوښتل شوي وخت ټاکي او غواړي نو ستاسو د پاسپورټ یا د پاسپورټ پر ځای سفري سند نیټه لږترلږه 60 ورځونه باید زیاته موده ولری.
زه د بیمې د نه سمون ستوزه یا خطا لرم. زه څه کولی شم؟
پدې حالت کې تاسو باید لومړی د دې اړوند معلوماتو سره خپل اړونده بیمې شرکت سره اړیکه ونیسئ د پالیسۍ یا پولیچي شمیره / بیمه شرکت نوم / نوي کولو شمیره / د پیل پای نیټه معلومات چمتو کړئ.سربیره پردې که د بیمې تګلاره د نوي کولو شمیری د نه لیکلو په حالت کی بهرنی باید د لومړي ځل لپاره د نوي کیدو شمیره د "0" په توګه دننه کړي که چیرې هغه دوهم ځل لپاره د بیمې شمیره راوباسي نو هغه باید د نوي کولو شمیره د "1" په توګه درج یا داخیل کړي او که چیرې هغه دریم ځل لپاره ترسره کړی وي نو د نوي کیدو شمیره د "2" په توګه دننه کړي. سربیره پردې ننوتل باید یوازې د شمېرو لخوا هڅه وشي د پالیسۍ شمیره کې د حرف لیکونو نه با ید دډه وشی. تاسو باید د تفصيلي معلوماتو لپاره د خپل بیمې شرکت سره اړیکه ونیسئ.
پاسپورټ نه سمون اشتبا یا ستونزه لرم څه باید وکړم؟
ترکیې ته د ننوتل پاسپورت د معلوماتو ډول (ځانګړي ، عامه ، ډیپلوماتیک تایید باید چمتو شي) وروسته باید داخل شئ. که ستاسو د ځانګړي یا مخصوص وضعیت په پایله کې ترلاسه شوي پاسپورټ مو نه وي نو د عامه مخصوص انتخاب باید په نښه شي. هغه پاسپورټ یا د پاسپورټ پر ځا ی سند سره چه ترکیې ته ننوتلو په وخت کی مو کارولی وی د دهمغه پا سپورټ شمیری سره داخل شي. تا سو زموږ هېواد ته داخیل شوي پاسپورټ د نیټه ختمیدل یا ورکیدل په حلاتو کی پرته له دی که چیری له ترکيی څخه وتلی نه یاست او نوی پاسپورټ مو ترلاسه کړی وي نو تا سو باید سیستم کی د پخوانی پاسپورټ شمیره داخیل کړی کوم چه د اخیری ځل لپاره ترکیې ته د ننوتلو په وخت کی مو کارولی وی او د اعتبار په تاریخ یا نیټه کې د خپل نوي پاسپورت په اړه معلومات ولیکئ. که تاسو دوه ګونی تابعیت ولرئ نو تاسو اړتیا لرئ د خپل وروستي راتک پاسپورټ معلوماتو او شمیره وکاروی او ادامه ورکړئ. د بهرنيو ماشومان چه په ترکیه کې زېږېدلی او پاسپورټ یه ترلاسه کړی وی خو پرته د ننوتلو او وتلو په دی اړه اړتیا لری چه د کډوالي ولايتي ادارې ته ورشی غوښتنه او درخواست وکړی. که تاسو تورکي ته داخیل شوي پاسپورټ سره بریښنایی غوښتنلیک پرمهال داخليږی او معلومات مو سره سمون نکوی نو E-İkametچې د په دی صور ت کی ټول دغه تغیرات حرف یا بی حرفه یا خالیګاه یا هم پرته له خالیګاه په هکله باید هڅه وشي. شمیره د پا سپورټ په ښکته برخه کې د معلوماتو په هکله موقعیت لری MRZ د تاسو پاسپورت معلومات څنګه پدې شمیره کې لیکل شوی د دغه ځای څخه هم کره معلومات تر لاسه کولی شي. برنيان چې د 2007 څخه دمخه زموږ هیواد ته داخل شوي او له دې نیټې وروسته د وتلو ننوتلو ثبت نلري باید اړونده د کډوالۍ اداری مدیریت ته غوښتنه وکړي. او همدا رنګه بهرنيان چې د ملي شناخت کارتونو سره زموږ هیواد ته ننوځي او پاسپورټ لري باید اړونده د کډوالۍ اداری مدیریت ته غوښتنه وکړي. هغه بهرنیان چې هویت یې یا “HYM”"حيماتلوس" دی ، "بې هیواده" ده یا څوک چه هیواد ته مو د کډوالو یا د مهاجریت لپاره د سفري مخصوص سند سره ننوتلی وي ، باید د کډوالۍ اداری مدیریت اړوند ولایتي ریاست ته عریضه او غوښته وکړي. سیسټم کې د نه لیدولو په حالت یا شتون نلری لکه سویلي سوډان ، دیموکرات کانګو GöçNetیا هغه هیوادونه چې مختلف نومونه لري E-İkametچې بریښنایی غوښتنلیک پرمهال داخليږی او معلوماتي سره سمون نکوی یا د نه پرتله کیدو پر حالت ک د کډوالۍ اداری مدیریت اړوند ولایتي ریاست ته باید عریضه او غوښته وکړي.
زه د اپوسټیل تبصره یا تشریح چیرته ترلاسه کولی شم؟
که تاسو د هغه هیواد اتباع یاست چې د اپوسټیل تړون برخه ده تاسو باید د خپل هیواد چارواکو څخه د سند غوښتنه وکړئ کوم ځای څخه چې تاسو دا سند ترلاسه کړی وي. که تا سو په تر کیه کی یاست د خپل د قونسلګرۍ سره مو با ید په دی هکله خبری وکړي. (د هغو هیوادونو لیست چې د آپټسیل تړون سره اړخ لري د عدلیې وزارت ویب پا ڼه کې شتون لري)
ایا زه کولی شم د اشخاصو یا شرکتونو له لارې د استوګنې اقا می جواز لپاره غوښتنه وکړم؟
زموږ عمومي ریاست په بهرنیو چارو او معاملو کې د دریمې ډلې او یا قانوني اشخاصو سره کار نه کوي. په هرصورت پدې وروستیو کې زموږ د کډوالی ادارې مدیریت ولایتي ریاست ته د استوګنې جواز غوښتنلیکونو کې د جعلي اسنادو موندلو کچه لوړه شوې او ټاکل شوې چې دا غوښتنلیکونه تر ډیره د اشخاصو یا شرکتونو لخوا رامینځته شوي وي چې د یو ځانګړي فیس لپاره سوداګري کوي. مهرباني وکړئ په شخصي ډول د هستوګنې جواز لپاره غوښتنه وکړئ او دریمې ډلې یا قانوني ادارو ته درناوی ونلري.
ایا موږ کولی شو د خپلې کورنۍ سره د غیر منقولیت مال په درلودلو د استوګنې اقا می جواز ترلاسه کړو؟
که چیرې د کورنۍ غړي په استوګنځي یا ما لیکت کې د شریکولو یا په ګده ونده کی همکارۍ حق ولري د کورنۍ غړي کولی شي د دې مولکیت په چوکاټ کې د استوګنې اقا می جواز لپاره غوښتنه وکړي.
د استوګنې جواز غوښتنلیکونه په نتیخه کی څومره وخت به ونیول شي؟
د استوګنې اقا می جواز غوښتنلیکونه د غوښتنلیک مر حله یا پروسس کیدو وروسته تر نوي ورځې پوری نهایی کیږي. دا نوي ورځې دوره له هغه نیټې څخه پیل کیږي کله چې ضروري معلومات او سندونه اړونده اداری ته ورکړل کیږي. که موده وغځول شي بهرني ته خبر ورکول کیږي
یا زه د اوسیدو پاسپورټ سره چه د اعتبار موده یی ختمه شوی وی د استوګنې اقا می جواز لپاره غوښتنه کولی شم؟
هغه بهرنيان چې د استوګنې اقا می جواز لپاره غوښتنه کوي د پاسپورټ یا د پاسپورټ پر ځای بدیل سند لږ تر لږه د شپیتو ورځو نه باید کم نه وی دا په هغه صورت کی چه د استوګنې اقا می جواز مودی لپاره غوښتنه وکړي. همدارنګه د استوګنې اقا می جواز غوښتنلیک د پاسپورټ یا د پاسپورټ پر ځای بدیل سند سره نشي ترلاسه کیدی چې د اعتبار موده یې پای ته رسیدلې وی.
ایا راپور ورکول اړین دي که د پاسپورټ بدلون رامینځته شوی وي؟
هغه بهرنيان چې د پاسپورت بدلون یې کړی وي که چیرې د دوی په پاسپورت کې د نوم یا د کورنی نوم بدلون شتون ولري نو باید د 20 کاري ورځو په اوږدو کی دا بدلون د ولایتي کډوالی ادارې ته راپور وکړي. که چیرې د نوم او تخلص بدلون نه وي دوی راپور ورکولو ته اړتیا نلري.
څخه ترلاسه شوي اسنادونه د استوګنې اقا می جواز غوښتنلیکونو لپاره اعتبار لری؟ E-devlet ایا د
هغه اسناد چې E-devlet له لاری تدارک شوي په په رسمي ادارو کې کارول کیدی شي د منلو وړهم دی.
د شمالي قبرس ښاریانو ته د اوسیدو اقا می اجازه څومره وخت ورکول کیږي؟
د 6458 YUKK (بهرنيانو د نړیوال محافظت قانون ) د 31 مادې پر اساس د شمالي قبرس ترکي جمهوریت اوسیدونکو ته د پنځه کلن استوګنې اجازه لیک ورکول کیږي.
ایا پداسې حال کې چې بهرنی نیول شوی دی یا په زندان کی ده د ویزې یا د اوسیدو اقا می جواز سرغړونه کیږی ؟
هغه څوک چې په زندان کې د بندیانو یا محکومینو په توګه پاتې کیږي وروسته لدې چې پروسه رامینځته شي د دوی په مقابل کې د ویزې یا د استوګنې اقا می جواز سرغړونه نه کیږي. که چیرې د معاملې له رامینځته کیدو دمخه د ویزې یا د استوګنې اقا می جواز سرغړونه وي نو اجازه لیکونه د عمومي مقرراتو سره سم د سرغړونې مودې لپاره د استوګنې جوازونه لغوه کیږي.
د اوسیدو اقا می جواز څنګه ترلاسه کیږی؟
لومړی e-ikamet.goc.gov.tr ادرس کی آنلاین غوښتنلیک کیږی. وروسته لدې چې د آنلاین غوښتنلیک ددی لارې نه رامینځته شي نو اړینه ده چې د ټاکل شوي ټاکنې په ورځ د غوښتنلیکونو سره ناسته یا ملاقات کې برخه واخلئ وروسته له هغه چې غوښتنلیک د اړونده ولایتي کډوالی ادارې لخوا مثبته ارزونه وشي د وګړی استوګنې اقا می جواز کارت د هغه ټاکل شوي پته ته سپارلو لپاره استول کیږي.