خبرتیا / اعلامیه

د بهرنیانو د استوګنې جواز او انساني استوګنې جواز ټولې چارې به د 6458 شمیره بهرنیان او نړوالي ساتنې قانون د 22 مادې د لومړي فقرې په چوکاټ کې د ولایت مقام (کډوالو ادارې مدیریت)، کوم چي د غوښتنو لپاره لومړۍ درجه واکداره دي، لخوا پر مخ وړل کیږي. لاکن په وروستیو ورځو کې بهرنیان د استوګنې جواز او یا هم انسانې استوګنې جواز د اخیستلو لپاره د مشورې او بیمې خدماتو وړاندې کونکو شرکتونو او په ځینو حالاتو کې زموږ د شرکت رسمي لوګو کارونکې دریم شخص او یا هم شرکت سره د اړیکې نیولو په صورت کې د دریم شخص او یا هم شرکت لخوا د استوګنې جواز او یا هم انساني استوګنې جواز د اخیستلو لپاره په لوړ اندازه پیسې اخیستل کیږې، همدارنګه د انساني استوګنې جواز د کارولو لپاره او د بهرنیانو په ترکیه کې په قانوني توګه د پاتې کیدلو لپاره بهرنیانو ته  د ژمنې په ورکولو سره د بهرنیانو د حالت څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

ددې له وجهې مهربانې وکړي د کډوالو ادارې څخه پرته، په 6458 شمیره بهرنیان او د نړیوالي ساتنې قانون کې بیان شوي د استوګنې جواز او یا هم د انساني استوګنې جواز د اخیستلو لپاره د دریم شخص او یا هم شرکت سره اړیکه مه نیسېئ.

عامه وګړیو ته په درنښت خبر ورکول کیږی.