د استوګنې جواز د غوښتني پروسې اړوند د تغیراتو په هکله خبرتیا / اعلامیه

د استوګنې جواز د غوښتني پروسې اړوند د تغیراتو په هکله خبرتیا / اعلامیه

د تفصیلي او ګټورو خدماتو د وړاندې کولو لپاره الکترونیکي-استوګنې (e-ikamet) په سیسټم کې بدلونونه او اصلاحات رامنځته کیږي. د رامنځته شوو بدلونونو په نتیجه کې د لومړي ځل لپاره د ټولو استوګنې غوښتنو  په مخکې ثبت صفحه د ترکیې ته د ننولو په وخت کې کارول شوې د پاسپورت شمیرې او د صحي بیمې معلوماتو نوی کول اړین دي. د راوړل شوو تغیراتو په نتیجه کې یوازي د استانبول په ښار/ولسوالیو کې د استوګنې جواز لپاره غوښتنه کوونکو بهرنیانو لپاره د ملاقات نیټه او ساعت د سیسټم لخوا په اټوماتیک ډول ټاکل کیږي او د غوښتني په بهیر کې ستاسو لخوا غوره کړل شوی د تلیفون شمیرې او یا ایمیل ادرس ته لیږل کیږيد 2018 کال د اپریل میاشتي نه مخکې د استانبول په ښار کې د کډوالو ادارې مدیریت ته د استوګنې جواز لپاره غوښتنه کوونکي د الکترونیکي-استوګنې (e-ikamet) ویب پانې له لارې باید ژر تر ژره خپل معلومات نوی کړي. د معلوماتو د نوی کولو وروسته د سیسټم لخوا په اټوماتیک ډول، د غوښتنې په وخت کې ستاسو لخوا غوره کړل شوی د تلیفون شمیرې او یا هم د ایمیل ادرس، ته لیږل کیږې. ستاسو د لومړني غوښتنې په پام کې نیولو سره، د نوی کولو پروسه به د هیڅ ډول حقونو د لاسه ورکولو لامل نشي.

عامه وګړیو ته په درنښت خبر ورکول کیږی.

عامه وګړیو ته په درنښت خبر ورکول کیږی.