اوږد مهاله د استوګنې جواز

د 15/02/2017 نیټی د کډوالۍ پالیسي جوړونکې شورا د پریکړي پر اساس؛ د ټاکل شوو شرطونو د پرځاي کولو په صورت کې احیسکا، د بلغاریا او یونان ترکانو (د لودیځ تراکیا ترکان یا هم د استوګنې ځای څخه ګوښه کړل شوي اشخاص) د اوږد مهاله استوګنې جواز غوښتنې ولایت مقام ته تر وړاندې کولو او په مناسب ډول تر ارزونې وروسته یادو کسانو ته اوږد مهاله د استوګنې چوازونه ورکول کیږي.

د 01.01.2017 نیټې نه مخکې زمونږ هیواد ته راغلي، د کډوالۍ پالیسی جوړونکي شورا لخوا د پریکړې پر اساس د ټاکل شوو پاتې شرطونو د پرځای کولو په صورت کې احیسکا. د بلغاریا او یونان ترکانو که چیري مخکې د استوګنې جواز (کورني استوګنې جواز، لنډ مهاله استوګنې جواز، زده کړي استوګنې جواز، انساني استوګنې جواز) اخیستي وي د 31.12.2017 نیټې پورې د کډوالو ادارې رسمي ویب پاڼې (http://www.goc.gov.tr) له لارې د اوږد مهاله استوګنې جواز غوښتنې اړوند د ملاقات نیټه اخیستلی شي.