د ۲۰۱۶ کال د اپریل ۷ د بهرنيانو اریکی څانګه (YİMER) نه دترکیه د پارلمان د بشري حقونو د تحقیق د کميسيون له خوا لیدنه ترسره شوه چی زمونږ د کډوالۍ د عمومي مدیریت مرستیال ښاغلي صالح باک لخوا دغه کميسيون ته ښه راغلاست وویل شو. د پارلماني بشري حقونو د تحقیقاتو د کمیسیون رییس ښاغلي مصطفی یانورو, د کډوالو د حقونو د فرعي کميسيون مشر ښاغلي عطایی اسلو , د انقرې دښار د پارلمان غړی انیل سرهان, د کونیا د ښار د پارلمان غړی ډاکټر لیلا شاهین اوستا, عثمانيه دښار د پارلمان غړی ښاغلي ډاکټر روهي ایرسای, د آریزورم دښار د پارلمان غړی زهرا ټیکسینلیوالو او د سکریا دښار د پارلمان غړی ښاغلي علي احسان یاوج په دی لیدنه کی برخه واخیسته.
د بهرنیانو داړیکی څانګه چی په ورځ کې په اوسط ډول ۳ زره تلفونونو ته تر۹۷ ٪ سلنه اغیزمن ځوابونه ورکولو سره بوخت دی ، دترکیه د پارلمان د بشري حقونو د تحقیق د کميسيون له خوا تقتیش شوه او د ازموينه د موخې157 تلیفون سره اړیکه ونیوله او د مودې په اوږدو کې د ژبې غوره کولو وروسته په لنډ وخت کې آپریټر سره وصل شو چې د دغه کميسيون لخوا ستاینه وشوه او کمیسیون ته د بهرنیانو اریکی څانګه په اړه چې دغه کرښه د ۲۰۱۶ کال اګست ۲۰ په څلورو ژبو کی ترکی ، انګلیسي ، روسی او عربي ژبو خپل فعالیتونه پیل کړل. همدارنګه د ۲۰۱۶ کال د اپریل په لومړۍ نیټه په فارسي او جرمني ژبو کې خدمات وړاندې او پیل شول.
د بهرنیانو داړیکو مرکز څخه د لیدنې نه وروسته د کډوالو اداری عمومي مدیر د۲۰۱۶ کال اپریل څلورومنه وروسته د بیرته منلو تړون او د پروسې په اړه پریزنټشن وړاندی کیدو او پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.
ددې خبرد اوریدو نه وروسته چې ۲۰۱۵ کال اګست۲۰ څخه تر اوسه پورې د شپږ زرو یو سلو اتیه وګرو چې د ایګی سمندر کی بند پاتې شوي وه دبهرنیانود اړیکو مرکز لخوا ژغوړل شوي ددی کمیسیون لخوا ډیر د مننی او دقدردانی وړ ستاینه وشو اودا لید نه دیادګاری انځورونو په اخیستلوسره پای ته ورسیده .