1- د انقرې په ښار کې د بهرنیانو د استوګنې جواز، نړیواله ساتنه او موقتي ساتنې اړوند پروسي په اړه زمونږ د وزارت سره په همغږی کی د چارو او پروسو تنظیم کوونکې د انقرې ولایت مقام، د کډوالو ادارې، ساحوي پولیسو او امنیتي واحدونو په ګډون په ترسره شوی غونډه کې لاندې پریګړې واخیستل شوي:
2- د 2021 کال د سپټمبر د 2 نیټې نه وروسته د انقرې په ښار کې د موقتي ساتنې لپاره غوښتنې نه منل کیږي.
د موقتي ساتنې لاندې هغه بهرنیان کوم چي زموږ د هیواد په نورو ښارونو کې ثبت وی مګر، اوسمهال د انقرې په ښار کې ژوند کوي د تثبیت کیدو په صورت کې به هغه ښار، کوم کې چي بهرنیان ثبت وی، ولیږل شي او په یادو ښارونو کې د استوګني پتی پوری اړوند پروسی په خبر ورکولو مکف دی.
3- د انقرې په ښار کې د کډوالۍ، نشه یې توکو قاچاق او یا د عامه نظم پروړاندی گواښ کوونکی پیښو سرچیني وداني او په یادو ودانیو کې د بهرنیانو د استوګني د تثبیت کیدو په صورت کې، به سمدلاسه د یادو ودانیو د ویجاړولو او د یادو بهرنیانو د ایستلو پروسه به پیل شي او اړوند بهرنیان به هغه ښار ته، کوم کې چي ثبت وی، ولیږدول شي.
4- هغه بهرنیان کوم چې د استوګنې جواز ونلری او یا هم د هیڅ کوم ساتنې دریځ لاندې نه وی د اړوند واکداره واحدونو لخوا د نیول کیدو په صورت کې به د یادو بهرنیانو د بیرته استولو پروسې د پلي کولو لپاره د ادارې توقیف لاندې د بیرته استولو مرکزونو ته ولیږدول شي.
5- هغه سوداګریز ځایونه کوم چی بهرنیانو پوری اړه لری د مالي وزارت د نښان په نه درلودولو سره به د قانون او مقرراتو په چوکاټ کې سمدلاسه هر ډول بندیزونه ولګول شي.
عامه وګړیو ته په درنښت خبرتیا ورکول کیږي.