د 157 د بهرنیانو د اړیکي مرکز د تاسیس اوومه کلیزه

د 157 د بهرنیانو د اړیکي مرکز په 7 ژبو (ترکي، انګلیسي، عربي، فارسي، روسي، الماني او پښتو) کې د "دقیق، چټک او باوري معلوماتو" چمتو کولو سره پرته له وقفې خدمت وړاندې کوي؛  او خپل  اوومه کلیزه لمانخي.

 

د 157 د بهرنیانو د اړیکي مرکز د 2015 د اګست 20 نیټي څځه دمخي، د بهرنیانو د اړیکي مرکز تر نامه لاندي  د ترکیې جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د کډوالي اداري ریاست تر بنسټ  لاندي خدمت ورکولو ته پیل وکړ. د بهرنیانو د اړیکي مرکز د بهرنیانو د ویزي، استوګني  جواز، نړیوالي ساتني  او لنډي ساتني د ستونزو په موضوعاتو کي  او د انسان تجارت د  قربانیانو تثبیت، د کډوال قاچاق قربانیانو د ژغوړني عملیات په شان موضوعاتو کی د راپورورکولو او مرستۍ کرښي په توګه خدمت وړاندی کوی او ژوند ژغوړي د 157 د بهرنیانو د اړیکي مرکز د ترکیي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د کډوالي اداري ریاست د قانون په چوکاټ کي د ټولو پوښتنو، ستونزو، شکایاتو او غوښتنو په اړه دقیق او باوری معلومات وړاندي کوي. هغه کسان چی غواړي د هیواد څځه دننه او د هیواد څخه بهر دا شان معلوماتو ته لاسرسي پیدا کړي کولي شي چي د ترکيي هیواد دننه په وړیا توګه د 157 شمیري سره په مستقیمه توګه او د هیواد څخه بهر د 00903121571122 شمیري سره زنګ ووهي او په 7 ژبو (ترکي، انګلیسي، عربي، فارسي، روسي، آلماني او پښتو) 7 ورځي 24 ساعته پرته له وقفې خدمت ترلاسه کړي.