د نړیوالې تلیفوني مرکزونو کنفرانس او موافقت: د YIMER 157 او د اروپایی اتحادیې ښه کاریالونه به اړه ورکشاپ جوړ شو.

زموږ د عمومي مدیریت د موافقت او اړیکو آمریت او د مهاجرت لپاره د ملګرو ملتونو سازمان (IOM) په همکارۍ، چې "د ترکیې د مهاجرت مدیریت مطالعاتو ملاتړ لپاره پروژې" په دائره کې تنظیم شوي، "د اړیکو نړیوالو مرکزونو کنفرانس او موافقت: YIMER 157 او د اروپایی اتحادیې ښې کاریالې" ورکشاپ په انقره کې د 20-21 می 2021 کې ترسره شو.

دا ورکشاپ د غوره مثال اړیکه مرکز د معاینه کولو چې په نړیوال کال مرکز سکټور کې خدمت کوي، د عملیاتو ډاټا زده کولو او مطالعې په هدف تنظیم شوی و ترڅو د عملیاتو ډاټا زده کړل شي او مطالعه وکړل شی چې ایا داسې کاریال شتون لري چې د خدماتو کیفیت او ظرفیت لوړولو لپاره د بهرنيانو اړیکو مرکز (آیمر 157 ) د مثال په توګه واخیستل شي. زموږ د  عمومي مدیریت مرستیالان ډاکټر ګوکچه اوک، مهمت سینان یلدیز، د موافقت او اړیکو آمریت مشر ډاکټر ایدن کیسین کادیوغلو، د معلوماتي ټیکنالوژیو ډیپارټمنټ مشر ویسیل ډاغلر، د مهاجرت مدیریت برنامې همغږي کونکی توماسا ډی کټالډو، د پوسولا اړیکو مرکز مدیر حسن آدې ګزول ، زموږ د مدیریتو او ولایتي مدیریت استازي پکې برخه اخیستی وه.

دا غونډه زموږ د ریاست مرستیال ډاکټر ګوکچه اوک، د مدیر مرستیال مهمت سینان یلدیز، د موافقت او اړیکو آمریت مشر ډاکټرایدن کیسین کادیوغلو، د معلوماتي ټیکنالوژیو ډیپارټمنټ مشر ویسیل ډاغلر او د مهاجرت مدیریت برنامې همغږي کونکی توماسا ډی کټالډو په پرانیستلو ویناو سره پیل شو.

د ورکشاپ په لومړۍ ورځ د ګډون کونکو لپاره؛ د YEMER 157 د پروژې مدیر او دلې آمر امید بولآټ لخوا زموږ د ریاست د بهرنيانو اړیکو مرکز (YIMER 157) د عملیاتو معلوماتو په اړه چمتو شوي خدمات، د خدماتو چینلونه او تخنیکي زیربنا په اړه یو هراړخیز وینا وړاندې شو. سربیره پردې، د "اتریش د ادغام فنډ اړیکه مرکز"، "د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرې اړیکې مرکز" ، "د آک بانک د اړیکه مرکز"، "د سرې میاشتې 168 اړیکه مرکز"، "د کدوالۍمدیریت ولایتي مدیریتونه لپاره ځانګړي تجربه شوې ستونزې او د ستونزو لپاره د حل وړاندیزونه" باندې وړاندې شوي.

د ورکشاپ په دوهم ورځ کې د 116000 ورکو ماشومانو اړیکو مرکز ، د 112 د بېړني اړیکې مرکز، د روزنې او بحث غونډې جوړې شوې.

ورکشاپ د 3 هیوادونو څخه د 7 کال مرکزونو او په ټولیزه توګه د 117 تنې ګډون سره او د سند او د Plaque په مراسمو او د ډلې عکس څانګو وروسته پای ته ورسید.