د بهرنيانو داړیکی مرکز له لندن څخه د ډالیو سره بیرته راستون شو

۱۵۷ YİMER ته د اروپا د مخابراتو  او پیرودونکو خدماتو څانګی ډالي (ECCCSAs) په نوم  سږکال   جوړه شوی اولسمه غونډه کی  چه د ۶۴ هیوادونو څخه ۱۱۰۰ وګړو ونډه اخیستی وه  د "ځانګړي ژوري ډالي" د  غوره او ډیر خدمت وړاندی کونکی ژبي څانګی"  ته ډالی شوه.

 د ۱۷ هیوادونو څخه د ۱۲۴ پروژو پرله پسی ارزونوپه پایله کې چې وروستۍ پړاونو ته رسیدلي  YİMER ۱۵۷ په بریالیتوب سره دا ډالی ترلاسه کړه په هغه مراسمو کې چې د نومبر په ۲۸  د برتانیا پلازمینه  لندن کې ترسره شوه. د اروپا د تلیفون او پیرودونکي خدماتو کلنۍ جایزې یوه ویاړلې پیښه ده چې په اروپا کې د تلیفون او پیرودونکو خدماتو مرکزونو کې فعاله پروژې او سازمانونه ارزوي او غوره جایزه ورکوي.  دا مراسم په ۲۶ ډلو کې د غوره موندلو او هڅونې په موخه  ترسره کړل شوه.

لکه څنګه چې د اروپایی تلیفون مرکزي فدراسیونونو کنفدراسیون اجرائیه رییس او د انګلستان د تلیفون مرکز مشر ان ماري سټاګ په ځانګړي ډول YİMER ۱۵۷په خپله وینا او د ډالیو وړاندې کولو کې یادونه وکړه.

سټګ  دا یادونه  هم وکړه چې د YİMER ۱۵۷ په ترکیه کې میشتو بهرنیو اتباعو ته چې په شپږ ژبوکې۲۴ ساعته په اونۍ کې ۷ ورځی خدمتونه وړاندې کوي.

هغي د انساني ژوند ژغورلو ارزښت او اهمیت باندې تاکید وکړ او دوی یې بیرته ژوندي راوړلوپه ویلو سره  زیاته یې کړه چې YİMER ۱۵۷  پرته له تبعیض څخه  په ټولو فعالیتونو کې د هغه ټولو هڅو سره  چه د انسانانو  د ژوند خوندي کولو ته لومړیتوب ورکوی مرسته کوی.

هغه وویل چې د YİMER ۱۵۷ بریا خورا لوی ستره او ارزښتناکه ده چې دا په هیڅ کټګورۍ کې طبقه بندي کیدلی نشي همدا رنګه هغه وویل چې هغه د جریان لخوا د "ځانګړي جوری جایزه" جایزه ورکړل شوه ، سره له دې چې په مراسمو کې د ټولو ګډون کونکو ستاینه وشوه. جایزه پرته له دې چې د ژوري لخوا سیالي شي او جایزې غوره ژبني تلیفوني مرکز ته ورکړل شوه.

YİMER ۱۵۷  د خپلو هڅو لپاره جایزه ترلاسه کولو  یوځل بیا وښودله چې موږ د خپل ځان او خپل هیواد لپاره په سمه لارې کې یو ستاسو سره د دې ویاړ شریکول موږ خوښوي.